کله چې اوبه ختمیږي :د سوېل لویدیځ افغانستان د دښتو ظهور (او حتمي زوال) او پر کډوالۍ ، کوکنارو او ثبات یې اغیز

کله چې اوبه ختمیږي :د سوېل لویدیځ افغانستان د دښتو ظهور (او حتمي زوال) او پر کډوالۍ ، کوکنارو او ثبات یې اغیز

Back

برجسته ټکي

لیکوالان
د مقالي ډول تلفیقی څړیزه
موضوع د طبیعي زیرمو مدیریت
ژبه پشتو
د خپرېدو نېټه جون 30, 2020
ټولټال مخونه ٧٦
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
د افغانستان په سویل لویدیځ کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه وګړي میشت دي چې معیشت یې تر ګواښ لاندې دی. دا خلک د فراه ،نیمروز ، هلمند او کندهار پخوانیو دښتو کې اوسیږي. په ۱۹۹۰ میلادي کلونو کې، دغه سیمه په نیمروز ولایت کې د خاشرود له درې او د مارجې ولسوالۍ کتنۍ سیمې ماسیوا د استوګنې وړ نه وه او په پراخه کچه وچه او شاړه ځمکه وه. دا څیړنیز سند د تیرو څه د پاسه لسو کلونو ساحوي کار ته په کتو چمتو شوی دی او په کې له لیرې لار څخه  اخیستل شوو لوړ کیفیت لرونکو انځورونو او هراړخیز سیمه ییز کار څخه ګټنه شوې چې هغه بهیرونه انځوروي کوم چې د سوېل لویدیځ  دښتو د غصب ، آبادولو او بدلون لامل شوې دي. دا سند  په مستند ډول دا ښیي چې څنګه دغو سیمو ته کډوالۍ د وخت په تیریدو او موقعیت په تفکیک سره توپیر موندلای او همداراز په تفصیل سره دا څیړي چې څه ډول دغه وچې دښتې په دایمي میشت سیمو بدلې شوي. نوموړې څېړنه بیا د دې ثبوت هم وړاندې کوي چې د پخوانیو دښتو ګړندی بدلون، په دغو سیمو کې پر میشتو خلکو باندې څنګه اغیز کړی دی او دا چې د دوی معیشت د اوږدمهاله پایښت په وړاندې ګواښونه څه دي. په پای کې، یاد څېړنیز سند د هغو اړینو اقداماتو د ترسره کولو وړاندیز کوي کوم چې په دغه دښتو کې پر میشتو خلکو د فشارونو کمولو لپاره باید ترسره شي: نه یوازې هغه لاملونو ته د رسیدنې په برخه کې وړاندیز کوي چې دغو سیمو ته د کډوالۍ لامل کیږي بلکې د افغانستان دننه، ګاونډیو هیوادونو او نورو ملکونو ته د خلکو د پراخې بې ځایه کیدنې احتمال او د هغې د راتلونکي اغیز د راکمولو په موخه، د هغو لاسوهنو د ترسره کیدو وړاندیز هم کوي چې ښايي په یادو سیمو کې د میشتو خلکو اقتصادي ، ټولنیزې او چاپیریالي ننګونې کمې کړي.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x