د کنټرول او نفوذ درک کول: د کوکنارو کښت او مالیات موږ ته د افغانستان د دولت د واکمني په اړه څه وایي؟

د کنټرول او نفوذ درک کول: د کوکنارو کښت او مالیات موږ ته د افغانستان د دولت د واکمني په اړه څه وایي؟

Back

برجسته ټکي

لیکوالان
د مقالي ډول موضوعې څېړنه
موضوع د طبیعي زیرمو مدیریت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اپریل 15, 2018
ټولټال مخونه ٧٢
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
یو شمېر سازمانونو هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د حکومت د کنټرول ساحې وپېژني. 1 څرنگه چې دغه مسأله په رسنیو او رسمي راپورونو کې ډېر ځله ذکر شوې ده، دغه لیکنه هغې طریقې ته یوه انتقادي کتنه کوي چې د شمالي اتلانتیک د معاهدې سازمان  )ناتو( او په افغانستان کې د امریکا د متحده آیالاتو ځواکونه ) USFORA ( یې په افغانستان کې د حکومت د کنټرول او نفوذ د سنجش کولو لپاره په کاروي. دغه لیکنه د اوسني روش حدود په هغه چوکاټ کې دننه توضیح کوي چې تر اوسه د میتودولوجې په هکله پېژندل شوی دی. راپور ښیي چې په خلکو یا یوې ساحې باندې د دولت یا یاغیانو د "کنټرول" مفهوم نه یوازې په افغانستان کې د دولت له تاریخي مفهوم سره تصادم کوي بلکې د هیواد په لویو برخو کې له اوسنیو حوادثو سره هم په ټکر کې دی. راپور څرگندوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د "د دولت نفوذ"، "د یاغیانو نفوذ" او "متنازعي" منل شوې کتگورۍ یو بل نه نفي کوي او استدلال کوي چې د ولسوالیو په کچه ارزونې په کافي ډول تفصیلات نه وړاندې کوي څو توضیح کړي چې یاغي قوتونه په یوه ساحه څنگه نفوذ غورځوي، په کلیوالي ټولنو کې خپل موقف تقویه کوي مخکې له دې چې خپل موقف تقویه او د ولسوالی یا ولایتي مرکز محاصره کړي

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x