د ښځو اقتصادی پیاوړتیا د معلوماتو ارزونه او له وضعی سره سم تحلیل

د ښځو اقتصادی پیاوړتیا د معلوماتو ارزونه او له وضعی سره سم تحلیل

دغه پروژه چې د جنډر د انډول او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNWOMEN) له خوا تمویل شوې، موخه یې د ښځو د اقتصادي حقوقو په اړه د معلوماتو وړاندې کول ده، چې کولی شي، په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو په برخه کې، د مهمو ګامونو د اخیستو لپاره، د ښو زمینو او شرایطو په پېژندلو کې مرسته وکړي. دغه پروژه به له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په اقتصادي ډګر کې د ښځو د برخه اخیستو په تړاو د رامنځته شویو پرمختیاوو د څېړنې، د موجودو اقتصادي قوانینو د شننې او تعقیب، د اقتصادي څانګې په ستراتیژۍ کې د جنسیتي انډول په چارو کې د سیاست ګذاریو او پانګونو یوه ترکیب به وي؛ او همدارنګه د راتلونکي لپاره، د موضوع او مشخصو او په ګوته شویو فرصتونو د یو ټولیز انځور د وړاندې کېدو په برخه کې یو ساحوي څېړنه وي. دغه پروژه د ۲۰۱۲ ز. کال په مني کې پیل شوې او هیله کېږي، چې موندنې یې د ۲۰۱۳ ز. کال په دوبي کې د لاسرسي وړ وګرځي.

 

[social_share show_share_icon="yes"]


x