لــه بدیلــې پرمختیا ســره د ســوداګریزې کرنې تړاو: د افغانســتان د قانونــي او غیرقانونــي توکــو لپــاره د بازارموندنــې ازمویل شــوې نسخې

لــه بدیلــې پرمختیا ســره د ســوداګریزې کرنې تړاو: د افغانســتان د قانونــي او غیرقانونــي توکــو لپــاره د بازارموندنــې ازمویل شــوې نسخې

Back

برجسته ټکي

لیکوالان محمد حسن وفایی, گلثوم میرزاد, خالد بهزاد, مجیب احمد عزیزی
د مقالي ډول موضوعې څېړنه
موضوع ټولنیز خوندیتوب
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه نوومبر 14, 2022
ټولټال مخونه ٧٤
د لاسرسي وړ په English | پشتو | دری
تشریح
دا راپور د کرنیزې ودې او کلیوالي پرمختیا پروګرام یا کارډ- اېف(CARD-F) ماهیت راسپړي. د دې سپړنې اصلي پوښتنه دا ده، چې د یادې پروژې بېلا بېلو ذیدخل اړخونو خپلو فعالیتونو او د هغوی اغېزو ته په کومه سترګه کتلي او نتایج یې څنګه ارزولي. ورپسې، د پروژې منطق ته ځلغند نظر اچوو او په افغانستان کې پر نشه یي توکو او پرمختیایي پروسو د دې پروژې اغېزې هم څېړو. دا راپور د کارډ - اېف مهمو پروژوي اسنادو، له نشه یي توکو سره د مبارزې پالیسیو او په دې برخه کې د مخکېنیو څېړنو له مخې لیکل شوی دی. له همدې اسنادو په ګټې اخېستنې د کارډ - اېف بېلا بېلو اړخونو د هغوی له ډلې په پلازمېنه کابل کې د پروګرام کارکوونکو، عملي کوونکو، ولایتي چارواکو، خصوصي پانګه‌والو او د ولسواليو دغه راز کلیو په کچه د پروژې له ګټو د مستقیمو او غیرمستقیمو برخه‌والو لپاره پوښتنې طرحه شوي دي. ساحوي ارزونې د بدخشان په خاش او د ننګرهار په بهسودو او کامې ولسوالیو کې ترسره شوې، ځکه په یادو ولسوالیو کې دا پروژه عملي شوې ده.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x