لمر په دوو ګوتو نه پټیږي: ناقانونه مخدره توکي او په افغانستان کې د یو سیاسی جوړجاړی په اړه بحثونه

لمر په دوو ګوتو نه پټیږي: ناقانونه مخدره توکي او په افغانستان کې د یو سیاسی جوړجاړی په اړه بحثونه

Back

برجسته ټکي

لیکوالان
د مقالي ډول موضوعې څېړنه
موضوع د طبیعي زیرمو مدیریت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اکتوبر 22, 2019
ټولټال مخونه ٣٤
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
د سولې او پخلاینې په اړه جاری بحثونو تر ډیره د ناقانونه مخدره توکو د تولید ننګونه له پامه غورځولی. باید په یاد ولرو چی اوسمهال د ناقانونه مخدره توکو تولید او سوداګری په افغانستان کې د اقتصادي سکټور یواځینۍ ستره برخه جوړوي. تریاک د هیواد تر ټولو ارزښتناک نغدې کښت دی چی ارزښت یی ۸۶۳ ملیون ډالرو پوری رسیږي او په افغانستان کې د هر بل صنعت په پرتله پکې زیات خلک په کار بوخت دي، چی د ۵۰۰۰۰۰ پوره وخت کار سره برابر دی. په ۲۰۱۸ م کال کې دې کښت په اټکلی توګه  ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه په بر کې نیولې وه؛ چی دا په ۲۰۰۰ م کال کې د طالبانو لخوا د سملاسی بندیز د لګیدو په پرتله درې ځله زیاته ځمکه جوړوي. اټکلي شمیرې ښیی چی په ۲۰۱۸ م کال کې مخدره توکي په یواځی سر د ناخالص کورنی تولید ۱۰ سلنه برخه جوړوله او بیلابیلو وسلوالو ډلو د ارزښتی ځنځیر په امتداد کې تر ۴۰ ملیون ډالرو زیات د مالیاتو په توګه ترلاسه کول. دا راپور سپارښتنه کوی چی په افغانستان کې د ناقانونه مخدره توکو د اقتصاد سیاسی او اقتصادی اهمیت ته په کتو سره دا به نامعقوله وی چی دا ستونزه له پامه وغورځول شی او یا هم د آرمانی او ساده تګلاریزو اقداماتو پواسطه – یا لکه څرنګه چی یو افغان متل وایی لمر په دوو ګوتو نه پټیږي - حل شی.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x