دکډوالۍحکومتولۍ: په افغانستان کی د مفاهیمو او نهادونو کاری چوکات وده

دکډوالۍحکومتولۍ: په افغانستان کی د مفاهیمو او نهادونو کاری چوکات وده

Back

برجسته ټکي

لیکوالان ولی محمد کندیوال, هلن سی سی
د مقالي ډول د پالیسۍ نوټ
موضوع حکومتولي او سیاسي اقتصاد
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جون 12, 2017
ټولټال مخونه ٤
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
د وګړو د بې ځایه کېدو له مخ په زیاتېدونکو ګواښونو سره هممهاله، چې په افغانستان کې عامه خدمتونه ننګوي، د کډوالۍ حکومتولي د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو پر کلیدي لومړیتوب بدل شویدی. په داسې حال کې چې کډوالي او له خپلو هستوګنو څخه بې ځایه کېدل، له تېرو لسیزو د افغانستان د ټولنې ثابتې ځانګړنې ګڼل کېږي، خو په وروستیو کې له خپلو سیمو څخه د بې ځایه کېدو پراخې او پیچلې څپې، د هېواد ثبات او پرمختیا له نوي ګواښ سره مخ کړې ده. د یو اټکل له مخې، د ۲۰۱۵ ز. کال له پیله، ۲۵۰،۰۰۰ افغانانو خپل هېواد پرېښي، چې دغه چاره، په اروپا کې د کډوالي او مهاجرت له روان بحران سره مرسته کوي. تمه کېږي، چې له دغه شمېر څخه، د پام وړ سلنه یې رد او بېرته افغانستان ته وګرځول شي. دغه لړۍ، له پاکستان اوایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ریکارډ راستنېدنې سره هممهاله ده چې په ۲۰۱۶ ز. کال، تر یو میلون پورې کډوال راستانه شوي دي.. همدارنګه ، د داخلي بې ځایه کېدو کچه هم لوړه ده، چې د یو اټکل له مخې، یو میلیون افغانان د هېواد دننه له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي. نو د کډوالۍ بحران ته د یو جامع ځواب بیړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې په افغانستان کې د دولت جوړونې پر لړزاند پړاو ېې د اغېزې کچه راټیټه شي.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x