په افغانستان کې د ملکي خدمتونو سمونه:

په افغانستان کې د ملکي خدمتونو سمونه:

Back

برجسته ټکي

لیکوالان سید حشمت الله هاشمي, گیرهارد لاوت
د مقالي ډول موضوع پاڼه
موضوع حکومتولي او سیاسي اقتصاد
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اگست 10, 2016
ټولټال مخونه ٦٢
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
د Govern4Afg پروګرام چې د جرمني او افغان ګډونوالو له خوا عملي کیږي، ډیر پروخت اقدام دی، ځکه چې زموږ په هیواد کې د حکومت کولو په اړه د پالیسي په هکله د بحث لپاره یو دریځ را مینځ ته کوي. څیړونکي او پالیسي جوړونکي پر شواهدو ولاړ داسې بحث رامینځ ته کوي چې په حکومتي برخه کې پرمختیائی همکاري غښتلې کوي.د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون (IARCSC) په 200 2 کال کې د خپل تأسیس څخه را هیسې، د قانون پر اساس د ملکي خدمتونو د سمونې (CSR) د بهیر لارښوونه کوي، دیو لړ جوړیښتیزو سمو نو نوښت په غاړه لري. په پخوا کې، د اصلاحاتو لارښوونه په ټینګه سره د مرسته کوونکو له خوا ترسره کیدله چې پایله ئی د موازي اداري جوړښتونو را مینځ ته کیدل وو. په ټولیزه توګه، ټولو اصلاحاتو مثبتې پایلې درلودې، خو دغه پایلې د ملکي خدمتونو د دوام لرونکي ظرفیت د رامینځ ته کیدلو لاملونه نه برابرول. سربیره پردې، نوموړې لیکنه هغه خنډونه او ستونزې په ګوته کوي چې د اصلاحاتو او سمونونو د مخنیوي سبب ګرځي. په دې هکله چې څنګه د سمونې نامالوم بهیر روښانه شی او د ملکي خدمتونو د سمونې (CSR) د پروګرامونو د تطبیق د چټکتیا لپاره دداسې سپارښتونو وړاندیز کیږی چې ځینې ئې له ډیر وخت راهیسې شتون لري.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x