د راتلونکي ننګونو لپاره د کویډ ۱۹ څخه د چمتوالی زده کړه

د راتلونکي ننګونو لپاره د کویډ ۱۹ څخه د چمتوالی زده کړه

د کرونا ویروس یا (کویډ ۱۹) ناروغې ناڅاپه راتګ هر څوک یې حیران کړل، او ټوله نړۍ یې په یو بی ساری قرنطین کې واچوله. دغې نړیوالي ننګونې ته په کتو سره چې په معمولی ډول کار کولو باندي هم اغیز وکړ،  AREU د خپل عملی پلان اړوند دوهمه لاره غوره کړه. 

دحکومت د ولایتونو د قرنطین او محدودیتونو لږولو د پریکړې څخه یوه اونۍ دمخه، زمونږ دفتر یوه پریکړه ونیوه چې ژوند وژغوري. دغه پریکړه زمونږ دندې باندي منعکس وه تر څو دغه ناروغي نورو ته خپره نشي او روغتیایي ګواښونه راکم شی. د دې ننګونکی حالت په شتون کې بیا هم AREU، یوه نوې لاره غوره کړه تر څو له لیري څخه کار وکړي او د څیړنې فعالیتونو ته ادامه ورکړي. بنآء د ډیجیټلي توکو په کار اخیستلو سره دا جوته شوه چې دا یو غوره ټاکنه ده چې له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه وشي او زمونو په کار او فعالیتونو کې ځنډ رانشي. 

شخصآ زما لپاره، له کوره کار کول یوه نوې تجربه وه او دا نه یواځی جوته شوه چې غوره اغیز یې درلود بلکې تر څنګ یې شوخې او ساعتیري هم وه. د دې قرنطین په موده کې ما او همکارانو مې دا فرصت پیدا کړ تر څو پخلنځي کې پخلی وکړو او تر څنګ یې باغ او باغدارې ته مخه کړو. همدارنګه همکارانو د WhatsApp ګروپ له لیاري د خپلو پخلیو انځورونو شریکول پیل کړل. هغه څه چې په دې موده کې ماته ډیر خوند راکوي هغه دا چې کله زه په ژوندې بڼه غونډې یا هم د ورځې د وخت څخه دمخه خپل کار خلاص کړم، نو زما مور او پلار بیا په یوه ښکلي انداز کې راته داسی وایې ؛ نن له دفتره ډیره وختي راغلې زما خیال چې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه به نه وه؛ او کله چې زه وروسته پاڅم نو بیا وایې چې ؛ نن د دفتر درباندي ناوخته شوه؛. ما یوه لاره وموندله چې ښه کار کوي، هغه د شپي لخوا په چوپتیا کې کارکول دي او بل دا چې د شپي لخوا بریښنا هم لرو او دا ماته د لا ډیر کار او وخت اسانتیا چمتو کوي تر څو د کور په کارونو کې هم برخه واخلم. 

مګر، قرنطین په ټولنه کې د ټولو لپاره یو شان ندی، او هر څوک نه شی کولاي چې د خپل ځان دساتنې لپاره د عامې روغتیا وزارت او د نړیوال روغیتایې سازمان سپارښتني هغه شان په ځان پلي کړي، څرنګه چې  سپارښتنې یې شوي دي. بعضی کیداشی په مارکیټ کې د کار د نشتون له امله یا د ورځني مزدوري څخه رنځیږي او بعضی نور کیداشي چې د طالبانو او دولت تر منځ داختلافاتو له امله نشي کولای چې په ځان یې پلي کړي. همدارنګه د سرحدونو د تړلو له امله د غذایي موادو کمښت د هیواد په مارکیټونو کی د روانې ننګونې باعث شوي. د نړیوال خوراکي پروګرام د مارکیټ د سروې پر اساس اوس مهال، د خوراکي توکو د تولید بیه له ۱۴ مارچ تر ۴ د می میاشتی پوري ۱۵٪ پورته شوی. د دې ټولو تر څنګ، حکومت، مدني ټولنې او په انفرادي توګه د خیریه بنسټونو او کړنو له لیاري مرستې وشوي چې له یوه آنده د غریبو او اړینو وګړو سره د خوراکي  مرسته کول ښه شوه له بل پلوه، په لویه کچه راټولیدل په یو محدود ځای کې هم کولای شی چې د کرونا ویروس یا (کویډ ۱۹)، د خپریدو د ننګونې یو بی ساري ګواښ واوسیږي. 

بله ننګونکي موضوع چې نه باید نالیدلي وګڼل شي هغه د ویروس په اړه عامه پوهاوی دی. دا چې په ډیری ولایتونو کې آمن نشته او د طالبانو بریدونو هم زور اخیستي نو دا هم د دی لامل شوی چې د عامه پوهاوی په کړنو کې ستونزي راولاړي کړي. له بل پلوه په لیري پرتو سیمو کې بریښنا ته کم لاسرسی، تلویزیون او حتا راډیو ته هم کم لاسرسی په لویه کچه د دولت او نورو بنسیټونو د عامه پوهاوي کړنې محدودي کړي دي او اندیښنه یې ورزیاته کړی ده. بدبختانه چې زمونږ بعضی ځوانان د ویروس څخه د ښه پوهیدو په صورت کې هم قرنطین ته د یوه فرصت په سترګه ګوري او خپلو دوستانو کره تګ راتګ کوی او میلی کوي. باید ووایم چې د ښوونځیواو پوهنتونونو تړل په دي قرنطین کې او انټرنیټ ته د نه لاسرسی په صورت کې، کمپیوټرونه او بریښنا پایله ورکړي چې تر څو ډیری زده کوونکي په کور پاتي شی خو دوې د تقسیم الاوقات اړوند خپلو درسونو ته ادامه نه ورکوی. 

د دې پورته ټولو موضوعاتو په شتون کې، زمونږ بااعتماده څیړنیز فعالیتونو، د AREU  کارڅیړونکو خپلو کارونو ته ادامه ورکړه له شریکانو سره یې اړیکې نیولی مرکې یې کړي او وګړو سره یې ټلیفونې او ډیجیټلي اړیکې ونیولي لکه ویډیویي ټلیفون او  د غونډو لپاره راټولیدنه.

مونږ د دغې شته خپلې شبکې له طریقه وکولای شول چې د څیړنې د موخو لپاره وګړو ته ورسیږو. زمونږ څارنې او غونډې له بسپنه ورکونکو سره د ډیجیټلی اړیکې له طریقه کیدلي لکه: Skype، Blue Jeans او Zoom. 

همدارنګه دلته یوه بله ننګونه یا ستونزه چې هغه د ساعتونو فرق دی او په همدي ډول د اړیکو نیولو موضوعات او د بریښنا تګ راتګ (البته دا په افغانستان کې د همکارانو لپاره). د دي ټولو ستونزو په شتون کې، زما همکارانو د ورته سپارل شویو دندو په سر ته رسولو کې انعطاف پذیري، نرمښت او ټول هغه د کار مسلکي اړخونه یې په آند کې نیولي دي. اګر که د امنیتی او روغتیایې ننګونو سره د مخ کیدو ډیروالی لا پسي وځنډول شو، مونږ اوس هم ژمن یو چې خپل کار ته د تقسیم الاوقات او پلان اړوند ادامه ورکړو او د پرمختیا زده کړي کلتور ته پراختیا ورکړو. 

د موازي ډیجیټل معلوماتو ټولګه کې، زموږ څیړونکي ډیری پاملرنه د څیړنې په دي لاندي برخو کې کوي چې دا مستقیمآ د ځواب ویونکو سره یا هم له شریکباڼو سره اړیکه نلري: ادبی بیا کتنه، د توکو ښه والي، د خپلو آندونو شریکول د ټلیفون، چټ او اوټلاین له لیاري او عمده او اساسی نقطې د یو فایل په شکل د سیستم له لیاری سره شریکوو. او دا به موږ ته بشپړه واک راکړي تر څو د فزیکي کار یا کړنو لپاره کله چې حالت بیرته ښه والي ومومي بشپړ چمتوالی ولرو، او خپل فعالیتونه بیا د همغه ځایه پیل کړو. 

په ټوله کې قرنطین او له لیري پرتو سیمو څخه کار کول موږ ته دا فرصت راکړ چې بیا د خپلو کورنیو سره او دوستانو سره په اړیکه کې شو او د آرامتیا ساه یا نفس وباسو. همدارنګه دغې ننګونې سره وګړی وپوهیدل چې ټولنیزه رسنۍ او نوې ټیکنالوژي څومره کټې لري او په سختو شرایطو کې له دي څخه ګټه اخیستنه یوه غوره لاره ده. 

په پایله کې، ځای لري چې د AREU، د عملیاتي ټیم څخه مننه وشی چې د لیري پرتو سیمو څخه کارکونکو ته د اړتیا وړ توکي چمتو  کول او د امنیت او روغتیا د ننګونو په اړه یې کره معلومات وړاندي کول. همدارنګه، حتی له دی ټولو ګامونو سره سره چې موږ پورته کړي، دا جوتیږي چې دا ډیره اسانه هم نده چې داسي دنده دي تر سره شي. زه هیله منده یم چې دغه زیار او کوښښونه به بي ارزښته نشي او نه یواځي چې دا به د کویډ ۱۹ ناروغې ګواښ راکمیدو کې د ملت په ساتلو کې مرسته وکړي بلکه د څیړنیزو کړنو په سرته رسولو کې به د فاصلې او تم کیدو مخه هم ونیسي. 

شهلا “ متین” 

د څیړنې مدیره

[social_share show_share_icon="yes"]


x