زړه وره شه او قدم پورته کړه

زړه وره شه او قدم پورته کړه

زړه وره شه، قدم پورته Ú©Ú“Ù‡ او د بدلون میرمن اوسه. دا نه زه وایم او نه هم د بلي میرمنې وینا ده: بلکې دا سږ کال زما د ساحوي کار په بهیر کې د ډیریو میرمنو لخوا ویل شوي دي. د ننګرهار څخه یوې میرمنې داسي ما ته وویل: « دا ډیره ستونزمنه ده مګر، باید میرمنې یې د یو ځای څخه پیل Ú©Ú“ÙŠ…». بلې میرمنې د بلخ ولایت څخه داسي وویل: « مونږ باید وزغمو، Ú©Ù‡ چیرې درد نه وې نو راحت نشته». او په بامیان ولایت کې بیا یوې میرمنې ما ته داسي وویل: « زه نوره په کور کې چوپ نشم پاتې کیدلی». 

افراطیت، کلتوري ممانیعتونه، ناامنۍ او ډیری داسي نور خنډونه او ننګونې د دې میرمنو په لاره کې ولاړي دي، مګر دوي راپورته شوي چې خپل غږونه اوچت کړي او دغه ننګونې په پیاوړتیا بدلې کړي. دا میرمنې د ققنوس مرغۍ په شان دي چې د خپلو ایرو څخه راپاڅیږې.  دامیرمنې د جنګ ، شخړۍ او د تبعیض د خنډونو څخه راوتلي دي، یوه میرمن د دې خنډونو څخه راوتونکې لیلما ده.

لیلما تر شپږم ټولګي پوری زده کړي کړی او فقط لوستي ده. مګر دي د نورو میرمنو په شان په کور کې ناسته غوره نه کړه، دې وښوده چې زده کړه د میرمنو کمزورتیا نه شي کیدلای. یوه میرمنه باید لیواله وې چې په نارینه واکمنه ټولنه کې خنډونه مات او کار پیل کړای شي. لیلما په بامیان ولایت کې د یوې لاسي صنایع کارخونې بنسټګره ده، او دا په هغې سیمه کې د ډیرو میرمنو لپاره یوه هیله جوړه شوې ده. پنځوس کسان د دې په فابریکه کې کار کوې او نورې ډیری میرمنې د دې لپاره له خپلو کورونو څخه کار کوي.

دا یوه اسانه لاره نه وه:  له ډیرو ستونزو او ننګونو سره مخ شوه مخکې له دي چې یوه سوداګره میرمن شي. د دې د سوداګرۍ په پیل کې د دې یواځینی ملاتړ کوونکې د دې خاوند ووچې تر څنګ یې ولاړ وو او د نورو خلکو آندونو ته یې هیڅ غوږ نه نیوه او د نورو نارینه وو په خلاف خپله میرمن یې هڅوله. دی یواځینی شخص وو چې په مارکیټ کې یې محصولات اداره کول. 

لیلما وویل: « په تیرو کلونو کې به زما خاوند په هټۍ کې کیناسته او ما به د ورځي دوه ځله له هټیو څخه لیدنه کوله». دې غوښتل چې خلکو ته وښیې چې میرمنې هم کولای شي چې بازار ته ولاړي شي او همدغه وو چې هغه هیڅکله تسلیم نشوه. په افغانۍ ټولنه کې د  داسي شان میرمنو کار کول او ژوند کول ډیر ستونزمن دي. هغه باید له یوې خوا خپله موخه متوازنه وساتي او له بلې خوا خپل غرور.

لیلما داسي وویل: « زه خوښوم چې په هر قسم د وړتیا جوړونۍ ورکشاپ او سیمینار کې برخه واخلم، د خپل غرور او ویاړ د ساتلو په اړوند  ما هر قسم خپرونې او غونډې کې ګډون کړی، حتا تر دي چې ډیری وخت به زه په رسمي بڼه نه وم بلل شوې، او زه به په دریم او څلورم کتار کې کښیناستلم ځکه زه به ویریدلم که چیري په لمړي کتار کښې کینم نو یو څوک به زما څخه وپوښتي چې له دي ځایه پاڅه او هلته بل ځای کې کښینه نو دلته به زه شرمیندوکه شم او شاید دا به ما کم جرآته کړی تر څو په داسي خپرونو کې نورګډون ونه کړم.»  

دا یواځي یوه سوداګره میرمنه نه ده، بلکې د میرمنو د حقوقو فعاله او د حقوقو څخه یې دفاع کوي او د میرمنو نورو موضوعاتو ته رسیدنه کوي. هغه نورې میرمنې دي ته هڅوې چې فعاله اوسي او په خپله خپل عاید تر لاسه کړي. هغې په لسګونه هغو میرمنو ته چې تذکرې یا پیژندنپاڼې نه لري اسانتیاوي چمتو کړي چې تذکرې واخلي او دي ته یې هڅوې تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.

هغه په دې باور ده چې یواځې میرمنې کولاي شي چې میرمنو سره مرسته وکړي. که چيرې دوې د زړه ورتیا، او قدم پورته کړي، نو دري شیان لازم دي چې میرمنې د هغو په زور وکولای شي په یوه نارینه واکمنه ټولنه کې کار پیل کړای شي: سواد، زده کړه او پوهاوی. او دا ټول دې په خپلو کړنو کې ښودلي دي او سره د ډیری ګواښونو چې دي ته رسیدلي دا تسلیم نشوه او غواړي چې بیا هم د دوي په وړاندې د پخوا څخه هم کلکه ودریږي.

دې پوښتنې ته چې څرنګه میرمنې کولای شي چې یو ښه او باثباته ګډون وکړای شي؟ همغه یو ځواب وه د دې لخوا چې یواځې او یواځې میرمنې کولای شي چې میرمنو سره مرسته وکړای شي. او همدارنګه میرمنې دې ته اړتیا لري چې یوه قوي سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او کلتوري شبکه ولري. او په داسي شکل شبکې ته اړتیا نشته چې باید په پروژو پوری تړلی وې. میرمنې باید یو بل پوری تړلی وی لکه څرنګه چې لیلما ما ته وویل: «تا ته اوګوره ته نه پوهیږی چې تا ما ته څومره ښه او متفاوت آند راکړو چې زه کولای شم د ټولنې په نورو مختلفو سیمو کې ګډون وکړای شم او په راتلونکی کې یوه ښه پریکړه نیوونکې واوسیږم.» دې ټکي ما ته دا انعکاس راکړو چې د افغانستان ۱۴ ولایتونو ته سفر وکړم اوله دوې څخه څه ما واوریده اړیکې یې راسره ونیولې او زما چلند پر دوې څرنګه اغیزه وکړه. میرمنې اړتیا لري چې د هیواد او د نړۍ له هر کونجه له یو بل سره تړلي واوسیږي. 

[social_share show_share_icon="yes"]


x