د ژوند کولو حق: زما د نیپال د سفر یوه کیسه

د ژوند کولو حق: زما د نیپال د سفر یوه کیسه

د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې لپاره کار کول نه یواځي څیړنه ده بلکه، Advocacy او پالیسۍ سره مرسته کول دي چې په دي کې بهر هیوادونو ته د کنفرانسونو لپاره تلل او د یادي اداري استازیتوب او د دي ادارې د موندنو ښودل شامل دي. 

د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر له لسمۍ څخه تر دولسمۍ پوري ما په کاتماندو کې په یو ورکشاپ کې ګډون وکړ، چې  (مخدره توکي او د بشر حقوق په اسیا کې: آیا په عدلي او قضایي سیستم کې شته) تر عنوان لاندي وه. په یاد ورکشاپ کې د آسیایي هیوادونو مختلفو وګړو ګډون کړی وو. او د خلکو بیلابیل ډوله کلتورونو، کیسو او د آندونو یو بل سره په تبادلو د خلکو لیوالتیا لا پسي زیاته کړه او دا د دي پایله شوه چې پالیسۍ جوړونکو بنسټونو ته د امکان تر حده یوه د حل لار وښایې.

زه ډیره حیرانه وم چې د لمړی ځل لپاره نیپال ته تلم. کله چې زه هلته خپل استوګنځای ته ورسیدم نو تر ټولو دمخه چې پر مایې ډیره اغیزه وکړه هغه دا وو چې لکه په دا نورو آسیایي هیوادونو کې چې زه ورسره مخ شوم، د دوي کلتور وو لکه، په مخ يې یوه مسکا، میلمه پالنه او هغه کلتوري نڅاګانې چې زما د کاتماندو د سفر په ټولو غونډو کې به تر سره کیدي. په هر صورت دا ټوله کیسه نده. دلته نوري دیری اړین موضوعات او ننګونې وي چې موږ په ګډه د هغو په پالیسیو کار وکړ. 

نور هیوادونه د دې په لټه کې دي چې څرنګه د مخدره توکو د پالیسیو بیا کتنه وکړي او د مخدره توکو د ګټه اخیستونکو او سرغړونکو مجازات کم کړي، بعضی آسیایي هیوادونه بیا د دي په لټه کې دي چې څرنګه د مخدره توکو پالیسۍ لا پسي شدیدي کړي. دا یو د هغو دلیلونو څخه وه چې د مخدره توکو د پالیسۍ نړیوال کنسرسیوم (IDPC)، د آسیایي هیوادونو څخه حقوق پوهانو لپاره یو دري ورځنی ورکشاپ چمتو کړ تر څو، د مخدره توکو د قانون څخه دفاع وکړي او د مخدره توکو د سرغړونکو په وړاندي جزا راکمه کړي. 

د دي ورکشاپ موخه د نړۍ د ننګونو بحث کول ول. ټولو ګډونوالو بیلابیلې تجربي راولاړي کړي.  ولي په اصل کې ډیري پاملرنه یې د مخدره توکو او د بشري حقوقو سرغړونکو تر منځ په اړیکه باندي وه، چې دا یوه نړیواله ننګونه ده او د ډیریو خلکو ژوند یې اخیستي دی. 

په یاد ورکشاپ کې، هغه څه چې زما ډیر پام يې ورته واړوه هغه  په کاتماندو کې د یوه سیمه ییز دفتر ښځینه کارکوونکی وه چې په مخدره توکو روږدو ښځو ته به یې کم زیان رسونکي توکي ورکول. دا د ښځو یو ګروپ وو، چې مونږ د دوي د کاري دفتر څخه هم لیدنه وکړه. او دوي هلته د ښځو دکم زیان رسولو لپاره کار کوي. یوه له دي میرمنو څخه یې یو بکس لرونکې وه چې په یاد بکس کې سرنج، پډزونه او نور داسي ډیری توکي ول چې د مخدره توکو روږدو  ښځو ته ورکول چې د زیان رسولو په کمولو کې ورسره مرسته وکړي. دی دفتر برسیره پر دي چې ښځو ته د کم زیان رسولو توکي ورکړي د بیا رغونۍ د کارونو یو مرکز هم بلل کیږي. د هغو ښځو لپاره چې غواړي د مخدره توکو استعمال بند کړي دا NGO، ورته د لاسي صنایو او هنرونو لپاره د اړتیا وړ توکي چمتو کوي او همدارنګه د انګلیسي ژبې زده کړه ورکوي.

دوي کولای شي چې لاسي صنایع جوړي او په بازار کې وپلوري. دوي یوه لوبه تر سره کړه او په یاده لوبه کې دوي وښوده چې دوي څرنګه کار کوي او زمونږ د ټولو ګډونوالو پام یې ځان ته راوګرځاوه.  دی میرمنو په ډیره حوصله او ريښتیني توګه کار کوه البته چې یو ډیر کم عاید یې تر لاسه کوه، مګر دا یو ډول هڅونه وه د ټولو ګډونوالو لپاره چې څرنګه په خپلو هیوادونو کې ونډه واخلي.

AREU په سیمه او هیواد کې د مخدره توکو او معیشت او خوندیتوب د څیړنو په مطالعاتو کې او همدارنګه د قوي شواهدو پر بنسټ پالیسۍ او پروګرام جوړونکو ته خورا مخکښه اداره ده.

دا ډول کنفرانسونو کې برخه اخیستل مونږ ته د شواهدو پر بنسټ څیړنه، شننه او د خلکو د ښه ژوند کولو لپاره د عملي ګامونو په اخیستلو کې  او د اړیکي ټینګولو لپاره لا ډير څه رازده کوي په ځانګړي توګه د افغانستان په شان په یوه ډیر زیان مننوکي ټولنه کې.

[social_share show_share_icon="yes"]


x