د افغانستان پارلمان: د اساسي قانون لخوا ورکړل شوی واک او له ۲۰۰۱ م کال څخه وروسته یې عملي کړنې

د افغانستان پارلمان: د اساسي قانون لخوا ورکړل شوی واک او له ۲۰۰۱ م کال څخه وروسته یې عملي کړنې

Back

برجسته ټکي

لیکوالان داکتر شمشاد پسرلی, زلمی مالیار
د مقالي ډول موضوعې څېړنه
موضوع اساسي قانون
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه مې 15, 2019
ټولټال مخونه ٦٠
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
په یوه دولت کې د لوړ کچې بنسټونو، قانون جوړوونکې یا پارلمانونو ته د خلکو د ارادو د ښکاره کوونکو او تمثیلوونکو په توګه کڼل کېږي. پارلمانونه د درېو اساسي دندو په اجراء سره د یوه ملت په ژوند کې اړین رول لوبوي. دغه درې دند) ۱(  د قانون جوړولو، بدلون راوستلو، او ردولو، )۲(  په اړوند د پریکړه نیولو په ټولو مرحلو کې د خلکو د غوښتنو او نظریو استازیتوب، او هغې ته لوری ورکول، او (3) )اجرائیه قوه تر څارنې لاندې نیول تر څو دا خبره یقیني شي چې حکومت خلکو ته حساب ورکوونکی دی(.  ددغه درېو اساسي دندو په بریالیتوب سره سر ته رسول یوه غښتلي، اغیزمن او ګټور پارلمان ته اړتیا لري. د اساسي قانون واضح مواد چې د پارلمانونو واکونه ، د بنسټیز شوو )نهادینه شده( سیاسي ګوندونو د شتون کلتور، د پارلمان د ټاکلو لپاره د یو سم سیستم شتون، د پارلمان د کار کولو په اړه د کړنلارو روښانتیا، او د هېواد د اجرائیه قوې او پارلمان تر منځ د تعمیري )ښو) اړیکو شتون د یو اغیزمن او بریالي پارلمان د رامنځته کیدلو او دوام لپاره ډیر اړین دي. ددغه شرایطو د نه شتون په صورت کې به له هغه څه کمې لاسته راوړنې ولري د کومو چې خلک هیله لرې، او همدارنګه به د اجرائیه قوې د کړنو په څار کې به هم اغیزمن نه وي.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x