په افغانستان کې ګڼ اړخیز بحرانونه او ځوانان

په افغانستان کې ګڼ اړخیز بحرانونه او ځوانان

Back

برجسته ټکي

لیکوالان اورځلا نعمت, ویدیا دیواکار, شکریه آزاد منش, احسان الله غفوری
موضوع ټولنیز خوندیتوب
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه اکتوبر 31, 2022
ټولټال مخونه ٣٦
د لاسرسي وړ په English | پشتو | دری
تشریح
افغانستان په ۲۰۲۱ز کال کې له داسې یو فوق العاده حالت سره مخ شو، چې په بېلا بېلو برخو کې د خلکو پر ژوند د سختې جګړې او کوېډ -۱۹ نړیوالې وبا د اغېزو ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو له وجې د پرمخ زیاتېدونکې او دوامدارې وچکالۍ د اغېزو یوه پېچلې بېلګه په ګوته کوي. د ۲۰۲۱ تر اګست د مخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې بې‌ساري جګړې روانې وې. د دې جګړو په ترڅ کې ولسوالۍ، ولایتونه او بالاخره پلازمېنه کابل په تدریجي ډول د اوسنیو سرپرستو چارواکو (طالبانو) لاس ته ولوېدل. په ورته وخت کې د نړۍ بلې هرې برخې په څېر افغانستان هم د کوېډ -۱۹ وبا تر اغېزو لاندې راغی، چې دندو، روغتیایي خدمتونو او د عوایدو بېلا بېلو سرچینو ته یې د خلکو پر لاسرسي اغېزې پرېباسلې. د دې ترڅنګ، د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې دویمې سختې وچکالۍ (IFRC,2021) پر زیات شمېر هغو خلکو اغېزې کړي، چې د عوایدو له پلوه پر کرنه او مالدارۍ  متکي دي. په دې اړه ډېرې کمې څېړنې شوي، چې دغو حالاتو څه ډول په ګډه په افغانستان کې د خلکو پر ژوند او سوکالۍ اغېز کړی. د دې مقالې هڅه دا ده، چې د دې موضوع په اړه تر ډېره بریده پراخ پوهاوی رامنځ ته کړي او د داسې څېړنې په غوړېدا کې مرسته وکړي، چې هم‌مهاله بحرانونه راسپړي.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x