په افغانستان کې د کوچي- ځایي شخړې ډولونه

په افغانستان کې د کوچي- ځایي شخړې ډولونه

Back

برجسته ټکي

لیکوالان
د مقالي ډول موضوعې څېړنه
موضوع د طبیعي زیرمو مدیریت
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه جون 26, 2018
ټولټال مخونه ٤٢
د لاسرسي وړ په English | پشتو
تشریح
که څه هم د سرحدونو او د کډوالۍ د وختونو په تړاو شخړې په افغانستان کې د کوچي او بزګر ترمنځ د اړیکو یو اړین اړخ  دی. د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداری دغې جاري پروژې موندلې چې د شخړو نوي ډولونه راټوکیدلي دي. سیاسي ګوندونه، سازمانونه او د فشار ګروپونه په افغانستان کې نن ورځ له شخړو څخه د پخوا په پرتله ډېر نقش لري او ټولنې په دې ډول د پخوا په نسبت په اساني سره د ګروپي  کړنو لپاره راټولیږي. د دغه بدلون یوه مستقیمه پایله دا ده چې څړځایونو ته د لاسرسي په تړاو شخړې رامنځ ته شوې: ټولنې یوازې د تنظیم شویو کړنو د قابلیت له وجې کولای شي ډېرو سیمو ته د کوچیانو د لاسرسي مخنیوی وکړي لکه څنګه چې په هزاره جاتو کې پیښ شول. سره له دې، د عمومي تصور له مخې، د کوچې/ بزګر د شخړو ډېر اړین شکل اوس د دولتي ځمکو پر تخصیص راڅرخي کومې چې په معمول ډول څړځایونه بلل کیږي. بزګران او ځای پر ځای شوي کوچي ټولنې، دواړه هڅې کوي چې په څړځایونو باندې ودانۍ جوړې کړي یا یې د کرنې لپاره وکاروي. دغه هڅې د ښاري ودې او د نفوسو د فشار له وجې کیږي. دغه بدلون د ځایي خلکو او ځای پر ځای کیدونکو ټولنو یا د ځایي- ټولنو او ځای پر ځای کیدونکو ټولنو او کوچي ټولنو ترمنځ شخړې رامنځ ته کوي. دغه کوچي ټولنې غواړي خپل څاروي هغو څړځایونو ته بوځي چې غصب شوي دي. د سرحدونو او په کرنیزو ځمکو باندې تیری د یوې مسألې په حیث پاتې ده او د بزګرانو ټولنې دې ته هڅوي چې د کوچیانو د لاسرسي مخنیوی وکړي، خو تاوتریخجن ټکرونه په ندرت سره یوازې د دغو تیریو په پایله کې رامنځ ته کیږي. د پروژې په دې پړاو کې د پالیسي لپاره یوه سپارښتنه دا ده، چې افغان چارواکي نور باید په چټکۍ سره پالیسي طرحه کړي، چې  له لیاري یې د ښاري ودې یا کرنیزو کړنو لپاره ځینې څړځایونه تخصیص شي.

د پلټنې فلټر

to
[social_share show_share_icon="yes"]


x